د پاکستان دفاع وزیرپه کابل کې له طالب مشرانو سره لیدلي
د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال دفتر وایي، چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په مشرۍ لوړ پلاوي په کابل کې د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند سره د لیدنې پر مهال د دواړو لورو ترمنځ د دوه اړخیزو مناسباتو، سوداګرۍ، سیمهییز اتصال او د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه بحث او خبرې کړي.
د پاکستان دفاع وزیر په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي په کابل کې طالب مشرانو سره لیدلي
د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال دفتر وایي، چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په مشرۍ لوړ پلاوي په کابل کې د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند سره د لیدنې پر مهال د دواړو لورو ترمنځ د دوه اړخیزو مناسباتو، سوداګرۍ، سیمهییز اتصال او د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه بحث او خبرې کړي.
د یاد دفتر اعلامیه وایي، د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال د ګاونډي هېوادونو په توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ښو اړیکو پاللو یادونه کړې، همدا راز یې د طالبانو حکومت په استازیتوب له پاکستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او دا چاره یې د دواړو هېوادونو په ګټه بللي.
اعلامیه د ملا برادر له قوله وایي، لازمه ده چې سوداګري او اقتصادي مسایل له سیاسي او امنیتي مسایلو جلا او د سیاست ښکار نشي، همدا راز یې له پاکستان څخه د هغو افغانانو د خلاصون غوښتنه کړې چې اوسمهال د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.
نوموړي زیاته کړه، تورخم او سپين بولدک کې باید د ټولو مسافرو لپاره لازم سهولتونه برابر او د عاجلو ناروغانو په تګ راتګ کې باید ځانګړې اسانتیاوې رامنځته شي.
د طالبانو اعلامیه وایي، د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په مشرۍ لوړ رتبه پلاوي چې په کې د ISI مشر، د افغانستان لپاره د پاکستان ځآنګړی استازی او نورو حضور درلود، دوی ته د یادو مسایلو د حل په برخه کې ډاډ ورکړی.
پاکستاني لورې ډاډ ښودلی چې د ستونزو د حل په موخه به اړوند وزارتونه او مؤظفې شوې کمېټې په چټکۍ سره کار وکړي.