د داعش کشمیری جنګیالی کونړ کې ووژل شو
یوې هندي رسنۍ راپور ورکړی چې د هند تر ولکې لاندې کشمیری جنګیالی اعجاز احمد اهنګر چې ویل کیږي د ځانمرګو بریدونو مسووليت یې درلود، د افغانستان په ختيځ کې وژل شوی دی.
د داعش کشمیری جنګیالی کونړ کې ووژل شو
یوې هندي رسنۍ راپور ورکړی چې د هند تر ولکې لاندې کشمیری جنګیالی اعجاز احمد اهنګر چې ویل کیږي د ځانمرګو بریدونو مسووليت یې درلود، د افغانستان په ختيځ کې وژل شوی دی.
دی د روان ميلادي کال په جنورۍ مياشت کې د هند د کورنيو چارو وزارت د تروريستانو په لیست کې شامل شو. د پرنټ په وينا، آهنګر په جلال اباد او کابل کې پر هندي اتباعو د بريدونو مشري پر غاړه درلوده.
چارواکو او د دې جنګيالي د کورنۍ غړو له پرنټ رسنۍ سره په خبرو کې د ده د مړينې خبر ورکړی دی.
د آهنګر خور پرنټ ته ويلي: «پوليسو څو ورځې وړاندې زما مشر ورور احضار کړ تر څو دا خبر ورته ورکړي. نه پوهېږم چې دا خبر رښتيا دی او که نه، خو له هغه راهيسې ژاړم.»
اطلاعاتي سرچينې وايي، چې داسې ښکاري چې آهنګر په کونړ ولايت کې له طالبانو سره د جګړې پر مهال وژل شوی دی.
پرنټ ليکلي، چې ګومان کېږي د هند اطلاعاتي چارواکو چې د تېر کال په وروستيو کې له طالبانو سره کومې غونډې کړي، په هغو کې يې د آهنګر قضيه په ښکاره ډول ياده کړې.
د طالبانو پلټونکي آهنګر د ۲۰۲۰ مارچ پر مهال د محمد حسن متولد «کاسارګود» په وسيله د هغه ځانمرګي بريد طراح ګڼي چې د کابل د کارته پروان په «ګوردواره» کې يې کړی و او د يوه امنيتي ساتونکي په ګډون ۲۴ کسان پکې وژل شوي و.
ګومان کېږي چې د داعش له دې قومندان څخه يې لومړنۍ ښځه رخشانه آهنګر او همدا راز دوې لوڼې د صابره آهنګر چې په ۱۹۹۷ کې زېږېدلې او د طوبی آهنګر چې په ۲۰۰۱ کې زيږېدلې دي، پاتې دي.
سرچينې د ده د کورنۍ په حواله وايي، چې تېر کال يې له ده سره خبرې کړې وې خو د ده د ميرمنې او اولادونو د ځای په اړه معلومات نه لري.
پرنټ ليکلي، چې آهنګر له خپلې کورنۍ سره يو ځای په افغانستان کې بندي و؛ خو د طالبانو په لاس د دې هيواد تر سقوط وروسته په ۲۰۲۱ کال کې له زندانه وتښتېد.
په اسلام اباد کې دوو مېشتو سرچينو ويلي، چې دا کورنۍ په کوم کور کې اوسېدله، هغه هم اوس قلف دی.