طالبان د معدنونو په برخه کښې د جاپان پانګونه غواړي
صدای افغان خبري اژانس راپور راکړی د طالبانو د موقته حکومت د کابینې مرستیال په کابل کښې د جاپان له سفیر سره په کتنه کښې د افغانستان د معدنونو په برخه کښې د ټوکیو د پانګونې غوښتنه وکړه.
د طالبانو د کابینې دفتر پرون په یوې بیانیې کښې په کابل کښې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکاتا سره د دغه ډلې د کابینې د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي کتنې ته په اشارې سره وویل حنفي په دغه کتنې کښې په تیرو وختونو کښې له افغانستان څخه د ټوکیو په اقتصادي او سیاسي ملاتړونو باندې د خوښې په څرګندولو سره د افغانستان د معدنونو په برخه کښې د جاپان د پانګونې غوښتنه وکړه.
په افغانستان کښې د جاپان سفیر تاکاشي اوکاتا هم په دغه کتنې کښې له کابل سره د ټوکیو د مرستو په دوام باندې ټینګار سره د نشه ییزو موادو د تولید او د قاچاق د مخنیوي په خاطر د طالبانو د حکومت هرکلی وکړ.
افغانستان د مسو، د ډبرو د سکرو د وسپنې د کبالټ د سرو زرو د سپینو زرو د الومینیومو د یورانیمو او د لیتیومو په شمول زیات معدنونه لري.
افغانستان دغه راز د تیلو او د ګازو زیرمې لري چې اکثره یې په شمال کښي دي خو سره له دې د امریکا او لویدیځو هیوادونو لخوا د افغانستان کلونو کلونو نیواک او تیري د دغه هیواد له معدنونو څخه د مناسبو ګټو د ترلاسه کولو خنډ شوي دي.