ترافیکي پېښه کې دوه تنه ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128656-ترافیکي_پېښه_کې_دوه_تنه_ووژل_شو
د افغانستان  د کندهار ښار او سپین بولدک ولسوالۍ ترمنځ پر غځیدلې لویه لار یوې ترافیکي پیښه کې دوه تنه وژل شوي.
(last modified 2023-02-27T04:50:10+00:00 )
Feb 27, 2023 09:17 Asia/Kabul
  • ترافیکي پېښه کې دوه تنه ووژل شو

د افغانستان  د کندهار ښار او سپین بولدک ولسوالۍ ترمنځ پر غځیدلې لویه لار یوې ترافیکي پیښه کې دوه تنه وژل شوي.

ترافیکي پېښه کې دوه تنه ووژل شو

د افغانستان  د کندهار ښار او سپین بولدک ولسوالۍ ترمنځ پر غځیدلې لویه لار یوې ترافیکي پیښه کې دوه تنه وژل شوي.

د کندهار ولایت کې د طالبانو د ترافيکو مدير نصرالدين وایي، یاده پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته د «احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر» په شاوخوا کې د یوه سوزکي او مازدا ډوله موټر ترمنځ رامنځته شوې ده.

هغه وایي، د دغې پیښې په ترڅ کې دوه تنه ‌چې د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي دي مړه شوي او نور کوم چاته ځاني زیان نه دی رسېدلی.

نوموړی زیاتوي، د پېښې قربانیان یې میرویس حوزوي روغتون ته انتقال کړي او نن سهار يې د هغوی کورنيو ته سپارلي دي.