کندز کې يوې نجلۍ ځان زندۍ کړ
Feb 28, 2023 11:26 Asia/Kabul
د افغانستان کندز ولايت کې سرچينو رسنیو ته ویلي، چې يوې ۱۸ کلنې نجلۍ د دې ولايت په مرکز کې ځان زندۍ کړی او وژلی دی.
کندز کې يوې نجلۍ ځان زندۍ کړ
د افغانستان کندز ولايت کې سرچينو رسنیو ته ویلي، چې يوې ۱۸ کلنې نجلۍ د دې ولايت په مرکز کې ځان زندۍ کړی او وژلی دی.
د سرچينو په وينا، دې نجلۍ تېره شپه (دوشنبه، ۸ د کب) شاوخوا يوولس بجې د کندز ښار د درېيمې ناحيې اړوند سيمې «زاخيل قديم» په مومن اباد ساحه کې ځانوژنه کړې ده.
يوې سرچينې زیاته کړه، چې دا نجلۍ له خپلې خوښې پرته د کورنۍ په غوښتنه له يوه هلک سره کوژدن شوې وه او له خپل کوژدن سره يې د ټیليفون پر کرښه تر شخړې وروسته ځانوژنه کړې ده.
ويل شوي چې د دې نجلۍ کوژدن په ايران کې دی.
په کندز کې د طالبانو ځايي مسوولينو په دې اړه څه نه دي ويلي.
ټیګونه