د افغانستان له وزیرانو او عالمانو سره د طالبانو د مشر کتنه
د طالبانو مشر د دغې ډلې د موقته حکومت له یوه ډله علماؤ او وزیرانو سره په کتنه کښې، د افغانستان د خلکو د ستونزو د هواري لپاره د هلوځلو غوښتنه وکړه
د طالبانو د حاکمې ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د دوی عمومي مشر ملا هبت الله اخندزاده په کندهار کې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د د کندهار، کابل، کاپیسا، بغلان، فاریاب، خوست او ننګرهار ولایتونو له ګڼ شمېر دیني عالمانو سره لیدلي.
د هغه په وینا، په دغه کتنه کې ملا هبت الله دیني عالمان خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړل او د خپلې ادارې د ښه خدمت کولو، د دیني علم د ترویج، د کتابونو او مقالو د لیکلو او د هغو شیانو د ښه تطبیق سپارښتنه یې ورته وکړه، چې دی یې اسلامي شریعت بولي.
مجاهد له نورو جزیاتو پرته وایي:(وروسته د یو شمېر موضوعاتو په هکله د راغلو دیني عالمانو څخه نظرونه واخیستل شول.)
د دې غونډې خبر په داسې حال کې ورکړل شوی، چې وړمه ورځ د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د روانې لمریزې میاشتې په نیمایي کې د هلکانو د پوهنتونونو د بیا پیل اعلان وکړ، خو د نجونو د زده کړو د بیرته پيل په اړه یې څه ونه ویل.