د امریکا او د بریتانیا عسکر دې باید محاکمه شي
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان سیاسي خبرو کسانو په هیواد کښې د بې شمیره جنایتونو د ترسره کولو په دلیل د امریکا او د بریتانیا د پوځیانو په محاکمه کیدا ټینګار وکړ.
د افغانستان د سیاسي چارو شناند محمد رحیم صمدي له اوا خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل امریکا او د هغې متحدان چې انګلستان هم پکښې شامل دی په افغانستان کښې د شل کاله نیواک په وخت کښې ډیر بشر ضده جنایتونه کړي دي او پر دې اساس د واشنګټن او د لندن د پوځیانو په جنایتونو باندې د غور کولو لپاره یو بې پلوه نړیوال ارګان باید جوړ شي.
صمدي وویل امریکا او د ناټو غړي هیوادونه د خپلو جنایتونو په دلیل چې په افغانستان کښې یې په تیرو شلو کلونو کښې کړي دی باید د شهیدانو کورنیو ته ګرمه ورکړي.
د افغانستان د سیاسي چارو شناند محمد رحیم صمدي وویل امریکا په افغانستان کښې په شتون سره د هیواد ټولې بیخ بنایانې تباه کړي دي او یوازنی کار یې چې په دغه موده کښې یې ترسره کړی دی په افغانستان کښې د اداري او د اخلاقي فساد د کلتور دودول وو.