امریکایان دې په یاد وساتي،ددباؤ داعمالولووخت تیر شوی دی
د طالبانو ویندوي ددغو څرګندونو په غبرګون کې ووئیل،غوره ده درستې موضوعګانې د خبرواترو او ډيپلوماسۍ له لارې حل شي،هغه لاره چې دوي (امریکایانو) اختیار کړې ده ،سمه لار نه ده ،مونږ باید مشکلات د خبرواترو له لارې حل کړو او ددوي دا خبرې سمې نه دي او مثبته نتیجه به ورنکړي.
د افغانستان د طالبانو ویندوي د کابل د واکوالانو به ضد د سختو اقداماتو او بندیزونو د زیاتولو لپاره دامریکاد کانګرس دګواښونو په غبرګون کې ووئيل،امریکایان دې په یاد وساتي چې اوس د دباؤ د اعمالولو وخت تیر شوی دی.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ،د طالبانو ویندوي ذبیح ا...مجاهد د امریکا کانګرس ته د بهرنیو اړیکو د کمیشن دمشر مایکل مک کل دلیک او د کابل په ضد د بندیزونو دزیاتولو لپاره د غوښتې په غبرګون کې ووئيل، ددباؤنو د زیاتولو وخت تیر شوی دی او دغه شان څرګندونې به هیڅ مثبته نتیجه ونه لري.
هغه په یولړ څرګندونو کې ووئیل، دباؤ او محدودیّتونه حل لاره نه ده ،بلکې په بدل کې باید دخبرواترو له لارې بحث او مذاکرات وشي.
د طالبانو ویندوي ددغو څرګندونو په غبرګون کې ووئیل،غوره ده درستې موضوعګانې د خبرواترو او ډيپلوماسۍ له لارې حل شي،هغه لاره چې دوي (امریکایانو) اختیار کړې ده ،سمه لار نه ده ،مونږ باید مشکلات د خبرواترو له لارې حل کړو او ددوي دا خبرې سمې نه دي او مثبته نتیجه به ورنکړي.
له دې مخکې د امریکا خارجه وزارت ویندوي نډپرایس هم په افغانستان کې د میرمنو او انجونو پر مخ دښونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو په ضرورت ټينګار کړی ؤ او دا ئې د کابل او واشنګټن ترمینځ پر اړیکو یوه اغیزشیندونکی چاره بللې وه.