په افغانستان کې له ناوړه انساني حالاتو د ایران د استازی اندېښنه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129228-په_افغانستان_کې_له_ناوړه_انساني_حالاتو_د_ایران_د_استازی_اندېښنه
په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازی وویل:  د ملګرو ملتونو د هلو ځلو سره سره، په افغانستان کې بشري کړکېچ لاهم دوام موندلی دی، بشري مرستې دې د سیاسي اهدافو لاسوند نه ګرځي.
(last modified 2023-03-09T20:23:18+00:00 )
Mar 09, 2023 12:00 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې له ناوړه انساني حالاتو د ایران د استازی اندېښنه

په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازی وویل:  د ملګرو ملتونو د هلو ځلو سره سره، په افغانستان کې بشري کړکېچ لاهم دوام موندلی دی، بشري مرستې دې د سیاسي اهدافو لاسوند نه ګرځي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، نړیواله ټولنه د طالبانو د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې ته تیاره شوې نه ده، چي دا موضوع په دغه هیواد کې د ناوړه اقتصادي حالاتو د رامینځ ته کېدو سبب شوی.

په افغانستان کې د اوریجو، غنمو، جوارو او نورو خوراکی توکو د وارداتو لپاره مالې زیرمې په کافي اندازه شتون نه لري چي د امله یې د خوراکي توکو قیمت زیات شوی او خلګ له بې وزلی او لوږي سره لاس په ګرېوان شوي دي.

په دې وروستیو کې د بشري حقوقو فعالانو په افغانستان کې ناسمو حالاتو او لوږې سره د میلیونونو افغانانو د مخامخېدو په هکله خبرداری ورکړي دي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی امیرسعید ایروانی د افغانستان په هکله د امنیت شورا په غونډه کې په ښځینه زده کوونکو باندې پابندۍ اندېښمنوونکې وباله خو ټینګار یې وکړ چي د بشري مرستو  له سیاسي کېدو او سیاسي موخو لپاره د هغه لاسوند له ګرځولو ډډه وشي.

هغه یادونه وکړه چي باید د افغانستان کنګل شوي شتمني ژر خوشي کړای شي او له کوم قید او شرط پرته افغانانو سره، بشري مرستې دوام وموندي او د افغان ولس هوساینې ته لومړیتوب ورکول شي.

د ایران استازی همدارنګه په افغانستان کې داعش او القاعدې پورې د تړلیو عناصرو شتون او د مخدره موادو کښت ګاونډیو او د سیمې هیوادونو ته یو ګواښ وباله.

امیرسعید ایرواني ټینګار وکړ چي په افغانستان کې سرپرست حکومت هغه مهال د نړیوالې ټولنې له لورې په رسمیت پېژندل کېدایشي چي دغه هیواد کې د سولې او د پرمختګ په لور حرکت وشي او د یوې ټول شمولې ادارې د رامینځ ته کېدو لپاره زمینه برابره کړایشي.