افغانستان یو امن هېواد دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129686-افغانستان_یو_امن_هېواد_دی
د افغانستان د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر، دغه هېواد تر بل هر وخت ډېر خوندي وباله.
(last modified 2023-03-17T21:52:38+00:00 )
Mar 18, 2023 02:19 Asia/Kabul
  •  افغانستان یو امن هېواد دی

د افغانستان د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر، دغه هېواد تر بل هر وخت ډېر خوندي وباله.

د افغان غږ خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، پرون جمعه په کابل کې د اماراتو له یوه پلاوي سره په کتنه کې وویل: نن ورځ افغانستان د پخوا په پرتله ډېر امن دی. په دې هېواد کې د واک ټاپوګان له منځه تللي، د نشه يي توکو کښت صفر ته راکم شوی او ۹ میلیونه ماشومان مو په زده کړو بوخت کړي دي.

"امیر خان متقي" په دې کتنه کې زیاته کړه: "طالبان او امارات تاریخي اړیکې لري او موږ په راتلونکي کې هم ښو اړیکو ته ژمن یو."

په دغه کتنه کې د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزیر همدارنګه په اماراتو کې د افغان بندیانو په ازادولو کې د متحده عربي اماراتو د پلاوي د خاصې پاملرنې، د طالبانو د حکومت د ریښتینی انځور د انعکاس، د سیمې له هې وادونو سره د اړیکو د پراخولو او د بشردوستانه مرستو غوښتنه وکړه.