د نجونو ښوونځي دې ژر پرانیستل شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129908-د_نجونو_ښوونځي_دې_ژر_پرانیستل_شي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما یو وار بیا د طالبانو حکومت پر چارواکو غږ کړی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې شته بندیزونه له منځه یوسي.
(last modified 2023-03-22T20:34:18+00:00 )
Mar 23, 2023 01:01 Asia/Kabul
  • د نجونو ښوونځي دې ژر پرانیستل شي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما یو وار بیا د طالبانو حکومت پر چارواکو غږ کړی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې شته بندیزونه له منځه یوسي.

د یادې ادارې پر ټوېټرپاڼه لیکل شوي چې په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیلیدو سره سم یو میلیون افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو څخه بې برخې شوې دي.

یوناما لیکلي، دا ډول اقدامات نه یوازې د نیمايي نفوس هیلې له منځه وړي، بلکې افغانستان ته هم لوی زیان رسوي.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تېره ورځ په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیل شو، خو لاهم د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړلي پاتې دي.