د طالبانو له حکومت سره د شیعیانو تعامل مثبت دی
ایسنا خبري اژانس راپور ورکړ په کابل کښې د ایران سفیر او د اسلامي ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي د طالبانو له حکومت سره د شیعه مسلمانانو د تعامل روده مثبته وبلله.
هغه د افغانستان د شیعه علماو د شورا له غړیو سره کتنه او خبرې کړي دي.
په همدې لړ کښې په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په یوه ټویټر پیغام کښې په افغانستان کښې د ایران له سفیر سره د شیعه علماو د شورا د غړیو کتنې ته په اشارې سره ولیکل په افغانستان کښې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي په کابل کښې د شیعه علماو د شورا له غړیو سره په کتنه کښې د نوي هجري لمریز کال او د روژې د مبارکې میاشت د مبارکۍ په ترڅ کښې د طالبانو له حکومت سره د افغانستان د شیعه مسلمانانو د تعامل روده مثبته وبلله او دغه کړچار یې د افغانستان د ټولنې د پیوستون او د کوټلتیا په لړ کښې وباله.