له کلاته تر شاهجوی د سړک رغولو چارې پیل شوې
د کابل – کندهار لارې ۱۱۳ کیلومتره برخه چې د زابل له مركز كلات تر شاه جوی ولسوالۍ غځېدلي د دوه نیم میلیارد افغانیو په لگښت به اساسي ډول جوړيږي.
له کلاته تر شاهجوی د سړک رغولو چارې پیل شوې
د کابل – کندهار لارې ۱۱۳ کیلومتره برخه چې د زابل له مركز كلات تر شاه جوی ولسوالۍ غځېدلي د دوه نیم میلیارد افغانیو په لگښت به اساسي ډول جوړيږي.
د زابل په مرکز کلات کې په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته د دغه ولايت د ټولګټو چارو رییس وويل د کابل – کندهار لارې اړوند د ۱۱۳ کیلومتره سړک جوړولو قراداد له یوه خصوصي شرکت سره د کانونو د استخراج په بدل کي شوی خو په دې اړه یې ډیر جزئیات ورنه کړل.
هغه زياته کړه، دغه سړک د زابل د شاه جوی ولسوالۍ له پښ کندې تر کلات ښاره غځېدلی چې پر جوړېدو یې دوه نیم میلیارډ افغانۍ لګښت راځي او چاری به يې د یوه کال په موده کي بشيړې شي.
هغه زیاته کړه هڅه کوي د خلکو د پرمختګ او هوساینې لپاره ورته نورې رغنیزي پروژي هم پیل کړي.