پکتیکا کې یو روغتیايي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130266-پکتیکا_کې_یو_روغتیايي_مرکز_ګټې_اخیستنې_ته_وسپارل_شو
په پکتیکا کې د افغاني سرې مياشتې ټولنه وايي، د دغه ولايت په جاني خپل ولسوالۍ کې د ناروې د کډوالو شورا له لوري د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت يو روغتیايي مرکز جوړ شو.
(last modified 2023-03-28T09:52:38+00:00 )
Mar 28, 2023 14:20 Asia/Kabul
  • پکتیکا کې یو روغتیايي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په پکتیکا کې د افغاني سرې مياشتې ټولنه وايي، د دغه ولايت په جاني خپل ولسوالۍ کې د ناروې د کډوالو شورا له لوري د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت يو روغتیايي مرکز جوړ شو.

پکتیکا کې یو روغتیايي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په پکتیکا کې د افغاني سرې مياشتې ټولنه وايي، د دغه ولايت په جاني خپل ولسوالۍ کې د ناروې د کډوالو شورا له لوري د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت يو روغتیايي مرکز جوړ شو.

 په یاد ولایت کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې رییس عـارف الله حـامـد وویل دغه روغتیايي مرکز د جاني خېلو ولسوالۍ اړوند د زيارت په نوم يوه لرې سيمه کې جوړ شوی چې ۳.۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی او د ناروې د کډوالو شورا له لوري ورکړل شوى دى.

هغه زیاته کړه، په دغه فرعي روغتیايي مرکز کې یو ډاکټر، يوه قابله او يو واکسیناتور کار کوي چې د یاد کلي ۶ زره اوسېدونکو ته به لومړني روغتيايي خدمات وړاندې کوي.

 بلخوا د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د زیارت کلي په څېر سيمو کې د روغتیايي خدماتو نشتوالي ستونزې په کمېدو دي او ډېر ژر به په کې ۳۰ نور فرعي روغتیايي مرکزونه فعال شي.