«ترهګري» د افغانستان د صلحې لپاره ترټولو جدي ګواښ دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130306-ترهګري_د_افغانستان_د_صلحې_لپاره_ترټولو_جدي_ګواښ_دی
د ملګرو ملتو امنیت شورا د کابل د وروستۍ ځانمرګې حملې په غبرګون کښې، ترهګري په افغانستان او نړۍ کښې د صلحې او امنیت لپاره ترټولو جدي او ستر ګواښ وباله.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Mar 29, 2023 09:44 Asia/Kabul
  • «ترهګري» د افغانستان د صلحې لپاره ترټولو جدي ګواښ دی

د ملګرو ملتو امنیت شورا د کابل د وروستۍ ځانمرګې حملې په غبرګون کښې، ترهګري په افغانستان او نړۍ کښې د صلحې او امنیت لپاره ترټولو جدي او ستر ګواښ وباله.

په پلازمینه کابل کښې د افغانستان د خارجه وزارت د ودانۍ مخې ته د داعشي ترهګرو د دوشنبې ورځې په حمله کښې اووه تنه مړه شوي او د یو ماشوم په شمول ۱۷ نور ژوبل شول چې زیاتره ملکي وګړي وو. په دغې ودانۍ باندې دوه میاشتې مخکښې هم د داعش له خوا خونړۍ ترهګره حمله شوې وه.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د ملګرو ملتو امنیت شورا غړو په یوې ګډې خبرپاڼې کښې د افغانستان په پلازمینه کابل کښې د دوشنبې ورځې ځانمرګي برد په غندلو سره ټینګار وکړ چې ترهګري په ټولو شکلونو او ډولونو کښې، په افغانستان او نړۍ کښې د صلحې او امنیت لپاره ډیر جدي ګواښ دی.

د امنیت شورا غړو همداشان د دغو ترهګرو اقداماتو له عاملانو، پلانوونکو، مالي مرسته کونکو او ملاتړو څخه د ځواب غوښتلو او د هغوي د محاکمه کولو وغوښتنه وکړه.