طالبانو د مدني فعالانو ځپلو ته دوام ورکړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130340-طالبانو_د_مدني_فعالانو_ځپلو_ته_دوام_ورکړی_دی
د بشري حقونو د څار سازمان په خپل راپور کې ویلي چې طالب چارواکي ډیر کم د هغو کسانو د جرم او تور په اړه څه وايي چې دوی یې نیسي. او ډیر ځلي خو دا هم نه وايي چې څوک یې نیولي دي.
(last modified 2023-03-29T21:58:57+00:00 )
Mar 30, 2023 02:25 Asia/Kabul
  • طالبانو د مدني فعالانو ځپلو ته دوام ورکړی دی

د بشري حقونو د څار سازمان په خپل راپور کې ویلي چې طالب چارواکي ډیر کم د هغو کسانو د جرم او تور په اړه څه وايي چې دوی یې نیسي. او ډیر ځلي خو دا هم نه وايي چې څوک یې نیولي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان (هیومن رایټس واچ) وايي، طالبانو د تعلیم د خپراوي د فعالانو، ژورنالیستان او بلاګرانو په شمول د مدني ټولنې د فعالانو ځپلو ته زور ورکړی دی.

دې سازمان بیگا په یوه اعلامیه کې د قلم لار ټولنې د موسس مطیع ا...ویسا او ګڼو نورو فعالانو نومونه یاد کړي چې طالبانو نیولي او د ځینو د نیونې په اړه یې تر ډېره له څه ویلو ډډه کړې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا څانګې څېړونکې فرشتې عباسي ویلي، طالبانو د تعلیم د خپراوي فعال او د قلم لار ټولنې مشر مطیع ا...ویسا او د هغه د کورنۍ څو غړي نیولي دي. دې همداراز ویلي، طالبانو د مارچ په لومړیو کې د هرات پوهنتون استاد رسول پارسي په دې خاطر نیولی و چې پر فیسبوک پاڼه کې یې پر چارواکو نیوکه کړې وه.

د بشري حقونو د څار سازمان په خپل راپور کې ویلي چې طالب چارواکي ډیر کم  د هغو کسانو د جرم او تور په اړه څه وايي چې دوی یې نیسي. او ډیر ځلي خو دا هم نه وايي چې څوک یې نیولي دي.

دا سازمان همداراز وايي، طالبان هغو کسانو ته، چې دوی یې نیسي، نه یوازې دا چې د مدافع وکیل حق نه ورکوي، بلکې حتي د کورنۍ غړیو ته یې دا هم نه وايي چې عزیز یې مړ دی  که ژوندی دی.

 

خو طالبانو د مطیع ا... ویسا نیونه وروسته له دې تایید کړه چې د نوموړي پر نیول کېدو پراخ غبرګونونه څرګند شول