په افغانستان کې له کوکنارو د زرګونو جریبو پاکېدا
د طالبانو سرپرست حکومت له ۶ زره جریبه زیاتې ځمکې له کوکنارو پاکې کړي دي.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د ټويټر پر پاڼه لیکل شوي چي د دلوې د میاشتې په منځنۍ اوونۍ کې د عملیات له پیله تر اوسه، ۶ زره او ۳۰۰ جریبه ځمکې له کوکنارو پاکې شوې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت په راپور کې راغلې: د (۲۲) هغو ولایتونو تر څنګ چې پخوا کوکنار پهکې کرل کېدل، سږکال په نورو داسې ولایتونو کې هم کوکنار کرل شوي چې په تېرو اوو کالو کې هلته د کوکنارو کښت صفر شوی و، لکه لغمان، ننګرهار، کونړ، کندز او باميان .
یادو ولایتونو کې له ۱۳۹۵ شمسي کال راهيسې کوکنار نه کرل کېدل، خو سږکال ليدل کېږي چې په دې ولایتونو کې هم کوکنار کرل شوي دي.
تیره ورځ د افغانستان په ختیځ ولایت نورستان کې هم د کوکنارو کروندې د طالبانو د حکومت له لورې اړول شوې وې.