طالبانو د بحران د نړیوالې ډلې تورونه بې ځایه وباله
د طالبانو د حکومت ویاند د بحران د نړیوالې ډلې له لورې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د فعالیت په هکله مطرح شوې تورونه بې ځایه وباله .
د بحران نړیوالې ډلې په وروستیو کې په یوه راپور کې په افغانستان کې د پاکستانې طالبانو د شتون پخلی کړی لیکن طالب چارواکو دغه راپور بې ځایه بللې دي.
په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د بحران د نړیوالې ډلې د راپور په غبرګون کې وویل: پاکستاني طالبان په افغانستان کې هیڅ پټنځای نه لري.
هغه زیاته کړه: مونږ نه یوازې پاکستاني طالبان بلکې نورو ډلو ته هم اجازه نه ورکوو چي د افغانستان له خاورې نورو هیوادونو ته ګواښ رامینځ ته کړي.
د بحران نړیوالې ډلې په خپل تازه راپور کې ادعا کړې ده چي د پاکستاني طالبانو مشرتابه افغانستان کې دي.
دا په داسي حال کې دی چي د پاکستان حکومت هم په ځلونو ورته تورونه مطرح کړي چي د طالبانو د سرپرست حکومت له لورې رد شوي دي.