د ټاپي پروژې تخنیکي کارونه پای ته رسېدلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130552-د_ټاپي_پروژې_تخنیکي_کارونه_پای_ته_رسېدلي_دي
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د ټاپي پرو‎ژې تخنیکي کارونه پای ته رسېدلي دي.
(last modified 2023-04-03T04:07:44+00:00 )
Apr 03, 2023 08:31 Asia/Kabul
  • د ټاپي پروژې تخنیکي کارونه پای ته رسېدلي دي

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د ټاپي پرو‎ژې تخنیکي کارونه پای ته رسېدلي دي.

د سپوږمۍ راډیو د خبر له مخې، د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال ډاډ ورکوي، چې د ټاپي پروژې پر وړاندې هېڅ کومه ستونزه نشته او دم‌ګړۍ په هرات ولایت کې د دغې پروژې په مسیر کې د ځمکو استملاک کار روان دی.

د کانونو وزارت دغه چارواکی وايي، د دې سترې سیمه‌ایزې پروژې عملي کېدو لپاره له ترکمنستان سره خبرې روانې دي.

دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت د شمېرو له مخې، له ۷۰ تر ۸۰ پورې کوچني کانونه په کابل او ولایتونو کې داوطلبۍ ته وړاندې شوي او له ۴۰۰ ډېرې کاني سیمې او ظواهر په ابتدایی توګه سروې شوې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت زیاتوي، چې دغه وزارت په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې د کانونو له برخې څه باندې ۱۷ مېلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د دغه وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، تر ټولو ډېر عواید د ډبرو سکرو له درکه ترلاسه شوي دي. د سرپرست حکومت له بیا واک ته رسېدو راهیسې د هېواد د ډبرو سکرو په عوایدو کې زیاتوالی راغلی او د هېواد د ډبرو سکرو ډېره برخه پاکستان ته صادره شوې ده.