د هېچا تر اغېزې لاندې نه یو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130582-د_هېچا_تر_اغېزې_لاندې_نه_یو
د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، په هېواد کې په خپلواک ډول پرېکړې کېږي او طالبان د هېچا تر تاثیر لاندې نه دي.
(last modified 2023-04-03T08:08:54+00:00 )
Apr 03, 2023 12:33 Asia/Kabul
  • د هېچا تر اغېزې لاندې نه یو

د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، په هېواد کې په خپلواک ډول پرېکړې کېږي او طالبان د هېچا تر تاثیر لاندې نه دي.

د کلید ګروپ د خبر له مخې، نوموړي له یوه عربي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، د طالبانو  له بیاځلي واکمنېدو وروسته، د سیمې له هېوادونو سره اړیکې له سره رغول شوې او ګاونډیو او یو شمېر نورو هېوادونو ته د بهرنیو چارو وزارت تازه ډیپلوماټان لېږل شوي دي.

هغه زیاته کړې، اوس مهال توانېدلي چې د تېر په پرتله صادرات ډېر کړي او هېواد د ځان بسیایني پر لوري بوځي.

امیرخان متقي همدغه راز ویلي، په یو نیم کال کې یې د بهرنیو چارو وزارت داسې اساس جوړ کړی، چې د افغانستان او اسلام د ګټو لپاره به کار کوي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې اوس مهال د یو شمېر هېوادونو له لوري د افغانستان سفارتونه د طالبانو سرپرست حکومت ته سپارل شوي دي.