طالبانوپه یوناما کې د افغان میرمنو په فعالیت بندیزولګوه
دا پریکړه وروسته له هغې کیږي چې طالبانو د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز تمدید کړ.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې خپلو کارکوونکو ته ویلي چې تر دوو ورځو دې خپلو دفترونو ته نه ورځي .
د طالبانو لخوا د ښځو پر کار د بندیز د غځولو په غبرګون کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې خپلو ۳۳۰۰ کارکوونکو ته امر کړی، چې تر راتلونکو دوو ورځو خپلو دفترونو ته ور نه شي.
دا پریکړه وروسته له هغې کیږي چې طالبانو د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز تمدید کړ.
د فرانس پریس له مخې دملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر یوناما کارکوونکو ته د طالبانو له خوا لفظي امر شوی چې په ادارو کې د ښځو له کار کولو منع کړي.هغه د طالبانو په دغه کار نیوکه کړی ده او یې د نه منلو وړ کار بللې دې .
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ په افغانستان کې قدرت ته له رسیدا وروسته د انجلیو په زده کړو هم بندیزلګولې دې چی د هغو دا کار له داخلی او بهرنی نیوکو سره مخامخ شوی دی . طالبانو تراوسه په ځلونو د ښونځیو او پوهنتونونو د پرانستلو او اصلاحاتو ژمنه کړی ده خو دغه ژمنې ندي عملي شوي او دغه بندیزونه هماغه راز دوام لري .