متقي له روسیې سره د دوه اړخیزواړیکو په پراختیا ټینګار وکړ
Apr 06, 2023 02:41 Asia/Kabul
متقي له روسي سفیر په دې لیدنه کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخولو غوښتنه کړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره لیدلي.
متقي له روسي سفیر په دې لیدنه کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخولو غوښتنه کړې.
ویل شوي، چې د روسیې سفیر کابل ته د خپل هېواد د دولتي پلاویو د راتلو لپاره د همکارۍ چمتووالی ښودلی.
طالب وزیر په دې لیدنه کې ډاډ ورکړی، چې افغانستان اوس امنیت لري او پکې کوم جدي ګواښ نشته.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ځانمرګي برید له امله د روسیې تړل شوی سفارت بیا کابل کې نه دی پرانیستل شوی.
ټیګونه