د پاکستان له بندخونو څخه ۲۰۸ افغان بندیان خوشې شول
Apr 08, 2023 09:05 Asia/Kabul
تېره ورځ د پاکستان له زندانونو څخه ۲۰۸ افغان بندیان آزاد او افغانستان ته را انتقال شول.
د کلید ګروپ د خبر له مخې، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل پر ټوېټرپاڼه لیکلي چې یاد بندیان په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او په کراچۍ کې د هېواد د جنرال قونسلګرۍ په هلو ځلو د پاکستان د سند ایالت له بندخونو څخه آزاد شوي دي.
د هغه په خبره، راخلاص شوي کسان د افغانستان سفارت په مالي لګښت هېواد ته را لېږدول شوي.
تکل ویلي، تر اوسه پورې د پاکستان له بېلابېلو بندخونو څخه تر دوه زرو ډېر افغانان آزاد او خپل هېواد ته رالېږدول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې اسلامي امارت ویلي وو، هڅه کوي چې د روژې تر پایه پورې په پاکستان کې ټول افغان بندیان آزاد کړي.
ټیګونه