له فلسطین څخه د مسلمانانو پر ملاتړ ټینګار وشو
Apr 08, 2023 09:59 Asia/Kabul
د افغانستان د شیعه عالمانو شورا مشر د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت له مسلمانانو وغوښتل چې د فلسطین ملاتړ وکړي.
د افغانستان د شیعه عالمانو شورا مشر صالحي مدرس، پرون په نیول شویو سیمو کې بدلونونو او پر مسجد الاقصی باندې د صهیونیستي پوځیانو یرغل ته په اشارې سره وویل: د ټولو لپاره لازمه ده چې د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت د فلسطین له مظلومو خلکو خپل ملاتړ اعلان او د نیواکګرو پر وړاندې پاڅېږي.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، سید عبدالله ذکي، د کابل له عالمانو څخه هم د قدس نړیواله ورځ د مسلمانانو د یووالي او پیوستون د ورځې په توګه یاده کړه او وویل: مسلمانان د فلسطین د مظلومو خلکو او هم د لومړۍ قبلې څخه په دفاع کې، چې د لوی شیطان یعني امریکا په همکارۍ د اسرائیلو په اشغال کې دی، هغوی مکلف دي.
ټیګونه