کانونو وزارت د کوچني مقیاس ۱۲ کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کوي
Apr 08, 2023 13:15 Asia/Kabul
د کانونو او پټرولیم وزارت په درېيو ولايتونو کې د کوچني مقیاس ۱۲ کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کوي.
کانونو وزارت د کوچني مقیاس ۱۲ کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کوي
د کانونو او پټرولیم وزارت په درېيو ولايتونو کې د کوچني مقیاس ۱۲ کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کوي.
دوی د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د مرمر،ګچ، مالګې، فلورایټ او گرانیټ اعلان ته سپاري.
دغه وزارت ویلي لېوال کسان کولی شي چې د روانې وري میاشتې له ۱۹مې تر ۲۱ مې خپل غوښتنلیکونه د ټاکل شوي فیس هغه پیسې چې بېرته نه ورکول کېږي له ورکولو وروسته شرطنامه او نور اړین اسناد ترلاسه کړي.
سرچينې ليکلي چې یاد کانونه په کندهار، غور او لغمان ولايتونو کې موقعیت لري.
ټیګونه