د افغانستان معلمان د ایران د ښوونې تجربو ته لیواله دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130874-د_افغانستان_معلمان_د_ایران_د_ښوونې_تجربو_ته_لیواله_دي
د افغانستان په تیره بیا د پلازمینې کابل ښوونکي او د ښوونځیو مدیران د ایران د معلمانو او مدیرانو له روزنیزو تجربو د ګټه پورته کولو لیواله دي
(last modified 2023-04-09T03:04:32+00:00 )
Apr 09, 2023 07:29 Asia/Kabul
  • د افغانستان معلمان د ایران د ښوونې تجربو ته لیواله دي

د افغانستان په تیره بیا د پلازمینې کابل ښوونکي او د ښوونځیو مدیران د ایران د معلمانو او مدیرانو له روزنیزو تجربو د ګټه پورته کولو لیواله دي

د کابل ښار د ښوونکو او د لیسو د مدیرانو د همفکرۍ په غونډه کښې چې پرون په دغه ښار کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په کلتوري صلاح مشورو سره ترسره شوه، د دواړو هیوادونو د روزنیزې ملګرتیا د پراختیا د لاروچارو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.

له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د دغې غونډې موخه چې د کابل ښار د لیسو د کابو دوو سوو معلمانو او مدیرانو په شتون سره ترسره شوه، د کلتوري او تعلیمي ملګرتیاړ د زیاتولو او د روزنیزو مهارتونو د لوړتیا لپاره د مختلفو لاروچارو څیړنه وه.

د کابل معلمانو او د ښوونځیو مدیرانو په دغې غونډې کښې د ښوونې د تجربو په تبادلې او د دواړو هیوادونو ترمینځ د روزنیزو ملګرتیاؤ د سطحې په لوړیدو تاکید وکړ.

په دې موقع د ایران کلتوري صلاحکار وویل چې که د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت وغواړي نو مونږ تیار یو چې ښوونیز او مرسته کوونکي کتابونه افغان ښوونکو ته ورکړي.