افغانستان لا هم د خبریالانو لپاره ناامنه هیواد دی
د بې پولو خبریالانو د راپور له مخې، افغانستان له سوریې او عراق نه وروسته د خبریالانو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناکه هیواد بلل شوی دی.
د بې پولو خبریالانو سازمان اعلان وکړ چي په تیرو ۲۰ کلونو کې په ټوله نړۍ کې ۱۶۶۰ خبریالان وژل شوي دي او له سوریې او عراق څخه وروسته افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ تر ټولو ناامنه هیواد بلل کیږي.
د یاد سازمان د راپور سره سم، له افغانستان څخه وروسته، یمن، فلسطین او سومالیا د خطرناکو هیوادونو په لیست کې شامل دی. په تېرو دوو لسیزو کې په عراق کې ۳۰۰ او سوریې کې ۲۸۰ خبریالان وژل شوي دی،
د بې پولو خبریالانو سازمان په داسي حال کې یې افغانستان د خطرناکه هیوادونو په لیکه کې راوستی دی چي په تېرو اوونیو کې په مزار شریف کې د اوا د خبري اژانس په دفتر کې د داعش د ترهګرې ډلې په برید کې دوه خبریالان وژل شوي او ۱۶ تنه نور ژوبل شوي دي.