په خوست کې د کرومایټ ډبرو کان د استخراج چارې پیل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130992-په_خوست_کې_د_کرومایټ_ډبرو_کان_د_استخراج_چارې_پیل_شوې
د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند د «رځک منګي» په نوم سیمه کې، د کرومایټ ډبرو د یو لوی کان د استخراج چارې پیل شوې.
(last modified 2023-04-10T08:16:09+00:00 )
Apr 10, 2023 12:42 Asia/Kabul
  • په خوست کې د کرومایټ ډبرو کان د استخراج چارې پیل شوې

د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند د «رځک منګي» په نوم سیمه کې، د کرومایټ ډبرو د یو لوی کان د استخراج چارې پیل شوې.

په خوست کې د کرومایټ ډبرو کان د استخراج چارې پیل شوې

د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند د «رځک منګي» په نوم سیمه کې، د کرومایټ ډبرو د یو لوی کان د استخراج چارې پیل شوې.

 د خوست د کانونو رییس صادق جان وايي، د دغه کان د استجراج چارې به په پنځو کلنو کې پای ته ورسیږي چې، په اوسط ډول به هر کال ۲۲۶۰  ټڼه ډبره استخراج شي چې، د پنځو کلونو په جریان کې به شاوخوا ۱۱ زره ۳۰۰ ټنه کرومایټ استخراج شي.

د خوست مرستیال والي وايي، پخوا د کرومایټ ډبرو استخراج په غیر قانوني بڼه ترسره کېده او په قاچاچي ډول نورو هېوادونو ته وړل کیدې چې، اوس یې مخه نیول شوې ده. نوموړي همدا زیاته کړې، چې د دغه کان له استخراج وروسته به اړتیا ته په کتو کرومایټ په هېواد کې د ننه مصرفیږي او پاتې اضافي برخه به یې نورو هېوادونو ته صادریږي.