د اریوب ځاځیو تفریحي سیمه په قرارداد ورکړل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130994-د_اریوب_ځاځیو_تفریحي_سیمه_په_قرارداد_ورکړل_شوه
د پکتیا د اریوب ځاځیو ولسوالۍ سپینې شګې تفریحي سیمه د یوه کال لپاره په قرارداد ورکړل شوې ده.
(last modified 2023-04-10T08:18:07+00:00 )
Apr 10, 2023 12:46 Asia/Kabul
  • د اریوب ځاځیو تفریحي سیمه په قرارداد ورکړل شوه

د پکتیا د اریوب ځاځیو ولسوالۍ سپینې شګې تفریحي سیمه د یوه کال لپاره په قرارداد ورکړل شوې ده.

د اریوب ځاځیو تفریحي سیمه په قرارداد ورکړل شوه

د پکتیا د اریوب ځاځیو ولسوالۍ سپینې شګې تفریحي سیمه د یوه کال لپاره په قرارداد ورکړل شوې ده.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي اړوند شرکت به سپینه شګه کې د یوه هوټل تر څنګ جومات جوړوي او بېلا بېلو برخو کې به د سیلانیانو لپاره اسانتیاوې برابروي. د پکتیا اوسېدونکي وايي، چې تېر کال اختر کې هم دغه سیمه په قرارداد ورکړل شوې وه چې اړوند شرکت نیمګړتیاوې درلودې او چارې یې بشپړې نه شوې.

د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، چې سپینه شګه کې دې د اختر ورځو کې د بیو لوړوالي مخنیوی وشي، او د ګڼې ګوڼې او لارو خلاصون لپاره دې ترافیک پولیس هم په دندو وګومارل شي.

د اریوب ځاځیو ولسوالۍ سپینې شګې سیمه ته وروسیو کلونو کې د سیلانیانو پام ور اوښتی او د اخترونو ورځو کې لسګونه زره کسان د تفریح لپاره ورځي.