د افغان ټرانس پروژې عملي چارې پیلیږي
د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې د اوزبکستان او پاکستان له تخنیکي ټیمونو سره همغږي ترسره شوې چې په پایله کې يې د افغان ټرانس پروژې د لارې لومړنۍ سروې ترسره او عملي چارې به یې پیل شي.

دغه پروژه مرکزي اسیا هېوادونه د افغانستان له خاورې جنوبي اسیا سره وصلوي
د اوسپنې پټلۍ ادارې تخنیکي مرستیال عبدالباري صدیقي د دې ادارې په خبري غونډه کې وویل، په ۱۴۰۱ کال کې د افغان ټرانس پروژې د چارو پر مخ وړلو په موخه د ازبکستان، افغانستان او پاکستان تخنیکي ډلو تر منځ ناستې وشوې او دغو ډلو د دې پروژې سیمې له نږدې ولېدلې او په چارو کې يې پرمختګ وشو.
د نوموړي په وینا، ټاکل شوې په ۱۴۰۲ کال کې د دې پروژې د ټول مسیر تخنکي او اقتصادي مطالعه د یوه معتبر نړیوال شرکت له لوري تر سره شي، ځکه په وینا د پروژې ملي او سیمهییز اهمیت ته په کتو د دې پروژې بشپړول د اوسپنې پټلۍ ادارې د لومړیتوبونو په سر کې ځای لري.