افغان کډوال: پاکستان دې په تذکرو هېواد ته د ستنېدو اجازه راکړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i131208-افغان_کډوال_پاکستان_دې_په_تذکرو_هېواد_ته_د_ستنېدو_اجازه_راکړي
په پاکستان کې یو شمېر مېشتو افغانانو د دغه هېواد له حکومته غوښتي چې، په اختر کې دې ورته د کډوالو په کارتونو او تذکرو افغانستان ته د ستنېدو اجازه ورکړي.
(last modified 2023-04-14T04:37:25+00:00 )
Apr 14, 2023 09:05 Asia/Kabul
  • افغان کډوال: پاکستان دې په تذکرو هېواد ته د ستنېدو اجازه راکړي

په پاکستان کې یو شمېر مېشتو افغانانو د دغه هېواد له حکومته غوښتي چې، په اختر کې دې ورته د کډوالو په کارتونو او تذکرو افغانستان ته د ستنېدو اجازه ورکړي.

د سپوږمۍ راډیو دخبر له مخې، دوی وايي، د تګ راتګ سختو شرطونو له کبله خپل هېواد ته نه‌شي تللی. خو د تورخم انتظامي چارواکي وايي، تر اوسه ورته لوړپوړو چارواکو هم د سفري محدودیتونو د نرمولو امر نه‌دی کړی، نو ځکه د قانون له مخې بې له پاسپورټ او ویزې هېچا ته د تګ راتګ اجازه نه‌شي ورکولای.