افغان کډوال: پاکستان دې په تذکرو هېواد ته د ستنېدو اجازه راکړي
Apr 14, 2023 09:05 Asia/Kabul
په پاکستان کې یو شمېر مېشتو افغانانو د دغه هېواد له حکومته غوښتي چې، په اختر کې دې ورته د کډوالو په کارتونو او تذکرو افغانستان ته د ستنېدو اجازه ورکړي.
د سپوږمۍ راډیو دخبر له مخې، دوی وايي، د تګ راتګ سختو شرطونو له کبله خپل هېواد ته نهشي تللی. خو د تورخم انتظامي چارواکي وايي، تر اوسه ورته لوړپوړو چارواکو هم د سفري محدودیتونو د نرمولو امر نهدی کړی، نو ځکه د قانون له مخې بې له پاسپورټ او ویزې هېچا ته د تګ راتګ اجازه نهشي ورکولای.
ټیګونه