تخار کې ناڅرګندو کسانو یوه ډاکټره وژلې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i131284-تخار_کې_ناڅرګندو_کسانو_یوه_ډاکټره_وژلې
په تخار ولایت کې د ناڅرګندو کسانو له لورې یوه ډاکټره وژل شوې، همدا راز په فاریاب ولایت کې یو کس بیا خپل ورور وژلی دی.
(last modified 2023-04-15T05:58:00+00:00 )
Apr 15, 2023 10:23 Asia/Kabul
  • تخار کې ناڅرګندو کسانو یوه ډاکټره وژلې

په تخار ولایت کې د ناڅرګندو کسانو له لورې یوه ډاکټره وژل شوې، همدا راز په فاریاب ولایت کې یو کس بیا خپل ورور وژلی دی.

تخار کې ناڅرګندو کسانو یوه ډاکټره وژلې

په تخار ولایت کې د ناڅرګندو کسانو له لورې یوه ډاکټره وژل شوې، همدا راز په فاریاب ولایت کې یو کس بیا خپل ورور وژلی دی.

د تخار ولایتي روغتون امر ډاکټر حیات الله امامي ویلي، ذاکره رحماني د دغه روغتون نسایي ولادي برخې ډاکټره وه چې کندوز ته پر لاره د تالقان ښار په چشمه شېر سیمه کې د نا پيژنده کسانو له لورې په ډزو وژل شوې.

د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ مسؤلین پېښه تائيدوي او وایي، د قضیې په اړه څېړنې جریان لري.

د یو بل خبر له مخې د فاریاب ولایت پشتون کوټ ولسوالۍ په ګلیم باف سیمه کې یو کس تېره ورځ خپل ورور وژلی.

د معلوماتو له مخې د سید عبدالله په نوم کس له څو ورځو راهیسې لادرکه شوی وو چې جسد یې د یادې ولسوالۍ په چهارتوت کلي کې د یو پلچک لاندې پیدا شوی.

رسمي سرچینو د یادې قضیې د رامنځته کېدو لامل ندی روښانه کړی، خو ویل کیږي، د سیمه ییزو مسؤلینو له لورې د قتل په تور نیول شوي کس اعتراف کړی چې ورور یې پخپله وژلی دی.