ازبکستان افغانستان ته ۱۸۵ ټنه انساني مرستې ولیږلې
-
فایل فوټو
ازبکستان د اوړو، غنمو، غوړو، ماکاروني، کنسرو، شکرې او نورو خوراکي موادو په شمول ۱۸۵ ټنه توکي چمتو کړي او لیږلي یې دي
ازبکستان د اوړو، غنمو، غوړو، ماکاروني، کنسرو، شکرې او نورو خوراکي موادو په شمول ۱۸۵ ټنه توکي چمتو کړي او لیږلي یې دي
له تاشقنده د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، له افغانستان سره د ازبکستان انساندوستانه مرستې له «ترمذ» ښاره «حیرتان» ته ولیږدول شوې چې په کښې ۴۸ ټنه اوړه، ۴۸ ټنه غنم، ۱۵.۷ ټنه غوري، څه باندې ۱۰ زره د غوښې کنسرو، ۲۲ ټنه ماکاروني، ۲۴ ټنه چیني یا شکره شامل دي او یو لاک خوراکي بستې ترې جوړې شوې دي.
د افغانستان چارواکو د روژې په مبارکه میاشت کښې د ازبکستان د خلکو له مرستو په قدرونې سره د دغه هیواد له چارواکو سره، د دواړو هیوادونو د سیمې ترمینځ د تجارتي، اقتصادي او انساني ملګرتیا د پراختیا لپاره خبرې اترې وکړې.