یونیسف د افغانستان د خلکو په ملاتړ ټينګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i131632-یونیسف_د_افغانستان_د_خلکو_په_ملاتړ_ټينګار_وکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګروملتونو د ماشومانو صندوق یونیسیف د افغانستان له خلکو ملاتړ ضروري وباله.
(last modified 2023-04-20T20:38:18+00:00 )
Apr 21, 2023 01:05 Asia/Kabul
  • یونیسف د افغانستان د خلکو په ملاتړ ټينګار وکړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګروملتونو د ماشومانو صندوق یونیسیف د افغانستان له خلکو ملاتړ ضروري وباله.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف وویل دغه صندوق به په ټولو امکاناتو سره د افغانستان د خلکو په څنګ کښې پاتې شي او په افغانستان کښې به په ټولو امکاناتو سره د خدماتو وړاندې کولو او د ښځو او د ماشومانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

یونیسف وویل په افغانستان کښې پینځلس میلیونه ماشومان شته چې بشري مرستو ته ضرورت لري.

په عین حال کښې په افغانستان کښې د ملګروملتونو د ځانګړي استازي مرستیال رامز الاکبروف وویل له دې سره سره چې په افغانستان کښې په غیر حکومتي موسسو کښې د ښځو په کارونو باندې د بندیز د لګولو په اړه د طالبانو د حکومت فیصلو په دغه هیواد کښې د مرستو د رسولو په عملیاتو باندې منفي اغیز لرلی خو اوس د افغانستان خلکو ته د شا کولو وخت نه دی.

د نړیوالو راپورونو پراساس د افغانستان په کابو څلویښت میلیونه نفوسو کښې ډيرې خلک له سختې لوږې او بې وزلۍ سره مخامخ دي او امریکا واک ته د طالبانو د بیا رسیدا په پلمه د افغانستان کابو لس میلیارډه ډالره کنګل کړي دي چې دغه چارې د خلکو مشکلات نور  هم زیات کړي دي.