یونیسف د افغانستان د خلکو په ملاتړ ټينګار وکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګروملتونو د ماشومانو صندوق یونیسیف د افغانستان له خلکو ملاتړ ضروري وباله.
د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف وویل دغه صندوق به په ټولو امکاناتو سره د افغانستان د خلکو په څنګ کښې پاتې شي او په افغانستان کښې به په ټولو امکاناتو سره د خدماتو وړاندې کولو او د ښځو او د ماشومانو ملاتړ ته دوام ورکړي.
یونیسف وویل په افغانستان کښې پینځلس میلیونه ماشومان شته چې بشري مرستو ته ضرورت لري.
په عین حال کښې په افغانستان کښې د ملګروملتونو د ځانګړي استازي مرستیال رامز الاکبروف وویل له دې سره سره چې په افغانستان کښې په غیر حکومتي موسسو کښې د ښځو په کارونو باندې د بندیز د لګولو په اړه د طالبانو د حکومت فیصلو په دغه هیواد کښې د مرستو د رسولو په عملیاتو باندې منفي اغیز لرلی خو اوس د افغانستان خلکو ته د شا کولو وخت نه دی.
د نړیوالو راپورونو پراساس د افغانستان په کابو څلویښت میلیونه نفوسو کښې ډيرې خلک له سختې لوږې او بې وزلۍ سره مخامخ دي او امریکا واک ته د طالبانو د بیا رسیدا په پلمه د افغانستان کابو لس میلیارډه ډالره کنګل کړي دي چې دغه چارې د خلکو مشکلات نور هم زیات کړي دي.