يونسکو په باميانو ولایت کې ولاړې پروژې بېرته پيل کړي دي
Apr 23, 2023 00:15 Asia/Kabul
یو شمېر رسنیو خبر ورکړی چې، یونسکو په بامیانو کې د څو میلیونو ډالرو په ارزښت درېدلې پروژې بېرته پیل کړي دي.
د سپوږمۍ راډیو د خبر له مخې، دا پروژې چې پیسې یې ایټالیا ورکوي په دوه زره یو ویشتم کال کې وروسته تر دې ودرېدې چې جمهوریت سقوط وکړ.
د دې پروژو اصلي تمرکز د بامیانو پر بودا مجسمو او د بامیانو پر غلغلې ښار دی چې د شپږم او لسم میلادي کلونو ترمنځ ودان شوي دي.
یونسکو اټکل کوي چې د دې پروژې له لارې به لږ تر لږه د سیمې سل تنو ته د کار زمینه برابره شي.
ټیګونه