اسلامي حکومت جوړول زموږ مسئولیت دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i131710-اسلامي_حکومت_جوړول_زموږ_مسئولیت_دی
د طالبانو مشرتابه هبت الله اخندزاده په خپله وینا کې ټینګار کړی چې حکومت باید په عدل او انصاف سره ترسره شي.
(last modified 2023-04-22T20:15:16+00:00 )
Apr 23, 2023 00:43 Asia/Kabul
  • اسلامي حکومت جوړول زموږ مسئولیت دی

د طالبانو مشرتابه هبت الله اخندزاده په خپله وینا کې ټینګار کړی چې حکومت باید په عدل او انصاف سره ترسره شي.

د کلید ګروپ د خبر له مخې، د هغه غږیزه وینا چې د ذبیح الله مجاهد پر ټوېټرپاڼه خپره شوې، پکې راغلي چې شرعي حکومتداري او سیاست پر دوی فرض دی او باید داسې یو نظام رامنځته کړي چې د ټولو حقونه پکې ورکړل شي.

هبت الله په خپلو خبرو کې د شرعي او اسلامي حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی او دا یې مسئولیت بللی.

نوموړي ویلي، که حکم یې له شریعت سره مخالف وو، نو بیا د تطبیق وړ نه دی.

په ورته مهال هغه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته له پخواني حکومت سره په جګړې خواشیني ښودلې او ویلي چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته له خپل ولس سره جګړې ته خواشینی وو.

د یادونې وړ ده چې هبت الله اخندزاده په خپل اختریز پیغام کې هم د طالبانو چارواکو ته له خلکو سره د ښه چلند سپارښتنه کړې ده.