ننګرهار ولایت کښې د کتاب د چاپ او پلور بازار پیکه دی نور حال دلته واورئ
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په ننګرهار ولایت کې کتاب پلورنکي وایي د کتاب د چاپ او پلور بازار لا هماغسې پیکه او کمرنګه دی.
په جلال اباد کې د ختیځ کتاب پلورنځي مشر قاري زاهد الله ناصري وایي په هیواد کې د سیاسي بدلون وړاندې د کرونا ویروس د خپریدو له امله په دې ښار کې د کتاب د چاپ او پلور کارو بار بې خونده او مخ په ځوړتیا روان شو.
هغه وایي د کرونا له څپې وروسته چې کله په هیواد کې سیاسي بدلون رامنځته شو او ښوونیزې او تحصیلې ادارې هم له ځینو ننګونو سره مخ شوې ورسره سم د کتاب د چاپ او پلور بازار نور هم سوړ او د خلکو له پامه ولویده.
د ختیځ خپرندویه ټولنې او کتاب پلورنځي مشر وایي ډیری کتاب پلورنکي له مالي پلوه زیانمن شول چې ځینې یې له دې کاروباره د لاس اخیستو په حال کې دی.
قاري زاهدالله ناصري وایي تازه لیدل کیږي چې کتاب لوستنې او پیرلو ته دخلکو لیوالتیا پیدا او ورسره دا هیلې هم راټوکیدلي چې د کتاب د چاپ او پلور بازار به یو ځل بیا په پښو ودریږي.
نوموړی وایي که د هیواد په پوهنتونونو او ښوونځیو کې موجودې ستونزې هوارې او نجونو ته د زده کړو اجازه ورکول شي نو ورسره به د کتاب د چاپ او پلور بازاز نور هم وغوړیږي.
ننګرهار دعلم او ادب په ټاټوبي پیژندل کیږي ،ځینې د نظر خاوندان پر دې باور دي چې په دې سیمه کې د کتاب د چاپ او پلور اوسني وضیعت ته په پام سره ښایي د هیواد په نورو سیمو کې وضیعت تر دې لا د اندیښنې وړ وي.