په امریکې او کاناډا کې د افغان کډوالو لالهاندي
په افغانستان کې د جمهوریت له ړنګېدو وروسته، هغه افغان کډوال چي امریکې او کاناډا ته بېول شوي دي لاهم لالهانده دي او د موقتې ویزې په ختمېدو سره، بې برخلیکه پاته شوي دي.
امریکایي چارواکو ویلي چي له افغانستان څخه تر وتلو وروسته، او امریکا ته د ځینو افغانانو د کډوال کېدو څخه د دوو کلونو په تېرېدو سره، لاهم کنګرس د افغان کډوالو د منلو لپاره قانوني سهولتونه نه دي رامینځ ته کړي.
د امریکا د داخلي امنیت د وزارت له راپور سره سم، ۷۷ زره افغانانو لنډ مهالې ویزې تر لاسه کړي خو تر دې دمه یوازې ۱۷ زره افغان کډوال د امریکې د کډوالو په وزارت کې د دایمي استوګنې لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کړې چي په کښې یوازې د ۵ زرو کسانو غوښتني منل شوي دي.
په کاناډا کې هم یو شمېر افغان کډوالو ورته ستونزو سره لاس په ګرېوان دي او د دوو کلونو په تېرېدو سره لاهم بې برخلیکه پاتي شوي دي.