طالبانو د امنیت شورا په پریکړه لیک نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i132060-طالبانو_د_امنیت_شورا_په_پریکړه_لیک_نیوکه_وکړه
طتلبان: کابل د ښځو حقونو ته ژمن دی، خو تنوع او توپیر ته باید درناوی وشي او دا مسایل باید سیاسي نه شي
(last modified 2023-04-29T03:28:43+00:00 )
Apr 29, 2023 07:41 Asia/Kabul
  • طالبانو د امنیت شورا په پریکړه لیک نیوکه وکړه

طتلبان: کابل د ښځو حقونو ته ژمن دی، خو تنوع او توپیر ته باید درناوی وشي او دا مسایل باید سیاسي نه شي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر کار او زده کړو د بندیز د لغوه کولو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک په غبرګون کې ویلي چې دا مسئله د افغانستان داخلي او ټولنیزه مسئله ده او نور هېوادونه او نړیوال سازمانونه دې مداخله نه پکې کوي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې د نړیوالو قوانینو او د افغانستان د ازادو ټاکنو د درناوي لپاره د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د ټینګې ژمنې له مخې، د ملګرو ملتونو په ادارو کې د افغان مېرمنو د کار محدودیت د افغانستان یوه داخلي ټولنیزه مسئله ده چې پر بهرنیو هېوادونو هېڅ اغېز نه لري.

اعلامیه زیاتوي چې کابل د ښځو حقونو ته ژمن دی، خو تنوع او توپیر ته باید درناوی وشي او دا مسایل باید سیاسي نه شي.

طالبانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک د یوې برخې هرکلی کړی چې پکې د افغانستان پر خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي یووالي، سوله ییز او باثباته افغانستان او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د دغه هېواد پر حکومتدارۍ ټینګار شوی دی. .

خبرپاڼه له افغانستان سره د بشري مرستو د هرکلي ترڅنګ زياتوي چې دغه هېواد له جګړې وروسته د بيارغونې او بنديزونو د لرې کولو په برخه کې غير مشروط بشري او پراختيايي مرستو ته اړتيا لري.

طالبان په افغانستان کې د روان بحران د حل یوازینۍ لاره پر دوی د محدودیتونو لرې کول او د اقلیم د بدلون، اقتصاد، زیربناوو او د خلکو پراختیایي اړتیاوو ته د ځواب ویلو په برخه کې د نړیوالو د مرستو زیاتوالی ګڼي.