افغانستان کښې چاودنې پنځه ماشومان مړه او ژوبل کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i132068-افغانستان_کښې_چاودنې_پنځه_ماشومان_مړه_او_ژوبل_کړل
په افغانستان کښې ناچاودې مرمۍ درې ماشومان وژلي دي
(last modified 2023-04-29T06:00:11+00:00 )
Apr 29, 2023 09:53 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې چاودنې پنځه ماشومان مړه او ژوبل کړل

په افغانستان کښې ناچاودې مرمۍ درې ماشومان وژلي دي

له سیمې زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې د خبر له مخې، د میدان وردک ولایت له طبیعي پیښو سره د مبارزې ریاست نن وویل چې په دغه ولایت کښې د یوې ناچاودې مرمۍ په چاودنه کښې درې ماشومان مړه شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

د ياد ولایت د امنیې قومندانۍ چارواکو رسنيو ته وویل چې دغه پیښه پرون مازیګر د سید آباد ولسوالۍ په «دشت توب» سیمه کښې رامینځته شوې ده.

دافغانستان په جګړه ځپلو سیمو کې ډیری وخت د ناچاودو توکو د چاودنې له امله خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې . خلګ له دولت نه غواړي سي ناچاوده توکي راټول کړي نرڅو له ورته پیښو څخه مخنیوی منځ ته راشي.

د ملګرو ملتو د انساني مرستو د غږملتیا دفتر د روان کال د اپریل په څلورمه نیټه ویلي وو چې له ۱۹۸۹ کال راهیسې کابو ۵۷ زره ملکي افغانان له جنګه د پاتې ماینونو او چاودوونکو توکو د چاودیدو په وجه مړه یا زخمي شوي دي.