بهرنیو سیلانیانو د افغانستان د بلخ ولایت ځایونه کتلي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i132098-بهرنیو_سیلانیانو_د_افغانستان_د_بلخ_ولایت_ځایونه_کتلي
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په شمال کښې په بلخ ولایت کښې د بهرنیو سیلانیانو شتون د تیر کال په نسبت زیات شوی دی.
(last modified 2023-04-30T03:45:36+00:00 )
Apr 30, 2023 06:52 Asia/Kabul
  • بهرنیو سیلانیانو د افغانستان د بلخ ولایت ځایونه کتلي

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په شمال کښې په بلخ ولایت کښې د بهرنیو سیلانیانو شتون د تیر کال په نسبت زیات شوی دی.

د بلخ ولایت د ټوریزم د ادارې مسوول عبدالواحد واحدي نن اوا خبري اژانس ته وویل د امنیت تامینول سبب شوی دي چې بهرني سیلانیان په پراخ ډول بلخ ولایت ته سفرونه وکړي او د دغه ولایت تاریخي او د سیل  ځایونه وګوري.

واحدي په تیر کال کښې بلخ ولایت ته د سلګونو خارجي سیلانیانو سفرونو ته په اشارې سره وویل د چین، د امریکا د جرمني د فرانسې د روسیې د اسټریا د مالیزیا او د پولینډ سیلانیانو د افغانستان بیلابیلو سیمو په تیره بیا د بلخ ولایت مرکز مزاشریف ته سفرونه کړي دي.

هغه وویل په خارجي سیلانیانو سربیره هم د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو په زرګونو خلک هم تیره میاشت د بلخ ولایت تاریخي ځایونو ته ورغلي وو.