د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان ګاز ورځي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i132128-د_افغانستان_له_لارې_پاکستان_ته_د_ترکمنستان_ګاز_ورځي
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د طبیعي ګازو صادریدل پیل شول.
(last modified 2023-04-30T23:16:35+00:00 )
May 01, 2023 03:04 Asia/Kabul
  • د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان ګاز ورځي

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د طبیعي ګازو صادریدل پیل شول.

د افغانستان د قندهار د والي دفتر پرون وویل یوه نړیوال شرکت د قندهار ولایت په «شوراندوم» سیمه کښې په رسمي ډول د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د طبیعي ګازو صادرات پیل کړي دي.

د افغانستان د پانګونې او د تجارت کوټې مشر محمد یونس مهمند هم وویل د ترکمنستان د طبیعي ګازو صادرات به له  یوزر او اته سوه کلومیټره واټن وروسته د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقال شي.

د ګازو دغه انتقالیدل په داسې حال کښې ترسره کیږي چې د ټاپې په نوم د ترکمنستان د افغانستان د پاکستان او د هندوستان د ګازو د انتقال پروژه تراوسه سر نه ده بشپړه شوي.

د اقتصادي مسائیلو کارپيژاند سید مسعود د ټاپې د پروژې د نه اجرايي کیدا په هکله وايي تر هغه وخته چې د پاکستان او د هندوستان ترمینځ سیاسي تعاملات حل نشي د ټاپې د ګازو د انتقال پروژه به اجرايي نشي ځکه چې پاکستان کوشش کوي د ټاپې د پروژې پرځاې د ټاپ پروژه د ترکمنستان د افغانستان او د پاکستان په مشارکت سره اجرايي شي.