طالبانو د افغان نجونو د زده کړې په هکله خپله ژمنه یوځل بیا تکرار کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i132582-طالبانو_د_افغان_نجونو_د_زده_کړې_په_هکله_خپله_ژمنه_یوځل_بیا_تکرار_کړه
د طالبانو خارجه وزیر په افغانستان کښې د نجونو د ښوونځیو دائمي بندول رد کړل
(last modified 2023-05-08T22:35:44+00:00 )
May 09, 2023 03:01 Asia/Kabul
  • طالبانو د افغان نجونو د زده کړې په هکله خپله ژمنه یوځل بیا تکرار کړه

د طالبانو خارجه وزیر په افغانستان کښې د نجونو د ښوونځیو دائمي بندول رد کړل

یونیسف پرون په یو رپورټ کښې وویل چې طالبانو په خپلو محدودوونکو پریکړو سره د څه باندې یو میلیون نجونو ارمانونه خاورې کړي او د ښځو او نجونو د حقوقو خلاف ورزي یې کړې ده.

د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي پرون وویل چې دغه ډله د جینکو زده کړه حرامه نه ګڼي بلکې تر بلې خبرتیا پورې یې «ځنډولې» ده.

متقي چې له تیرو څلورو ورځو راهیسې په پاکستان کښې دی، د اسلام آباد د سټراټیجکو څیړنو په موسسه کښې یې، د طالبانو د حکومت له خوا د نجونو او ښځو د زده کړې حرام بلل او ورباندې د تل لپاره بندیز رد کړ.

هغه وویل: طالبانو هیڅکله نه دي ویلي چې د ښځو زده کړه حرامه ده، مونږ دا خبره نه ده کړې چې د ښځو زده کړه د تل لپاره بنده ده بلکې ویلي مو دي چې تر بلې خبرتیا پورې بندیږي.