په افغانستان کې دمیرمنوله کاره منع کول غمیزه رامینځةکوي
د احصایو په اساس ،له دغه ممنوعیّته وروسته له افغانستان سره د مرستندویو فعالیتونو کابو اویا فیصدي فعالیتونه په ټپه دریدلي چې په هیواد کې ئې د زرګونو اړمنو کسانو پر ژوند منفي او خطرناکې نتیجې تپلي دي.
د افغانستان د بیا رغاونې په چارو کې د امریکا ځانګړي پلټونکي دفتر (سیګار) په غیر حکومتي موسیسو او اورګانونو کې د میرمنو دکار منع کیدا ددغه هیواد اړمنو ته دمرسته رسونې په بهیر کې غمیزه رامینځةکونکی خار پار وبالۀ.
سګار ادارې پرون په یوه ټولنیز پيغام کې یو ځل بیا په افغانستان کې په مرستندویه ادارو او موسیسو کې د میرمنو د کار دممنوعیّت د منفي پایلو په باب خبرداری ورکړ او ټینګار ئې کړی دی ، چې د اټکلونو په اساس په تیر یوه کال ک دافغانستان کابو لس میلیون کسانو دژمي بیړنیو مرستو ته اړتیا درلوده ،خو پر میرمنو د دطالبانو دحکومت دمحدودیّتون وپه دلیل دغه مرسته له ډيرو خنډونو سره مخ شوي دي.
د احصایو په اساس ،له دغه ممنوعیّته وروسته له افغانستان سره د مرستندویو فعالیتونو کابو اویا فیصدي فعالیتونه په ټپه دریدلي چې په هیواد کې ئې د زرګونو اړمنو کسانو پر ژوند منفي او خطرناکې نتیجې تپلي دي.
داپه د اسې حال کې دي چې نړیواله ټولنه هماغه راز پر طالب حکومت دباؤنه اچوي څو په افغانستان کې دې د بشری حقوقو په تیره د میرمنو اوانجونو پر حقوقو دمحدودیّتون له لګولو تیر شي او په ټولشموله حکومت جوړولو کې دې بیړه وکړي.