طالبانو په هندوستان کې د افغانستان د سفارت لپاره نوی سلایارمعرفی کړ
د هند حکومت تر اوسه پورې رسماً څه نه دي ویلي.البته ځینو سرچینو لیکلي دي ، چې په هندوستان کې د افغانستان د سفارت مسئول فرید ماموندزئ پرون په خپل ټولنیز پيغام کې وئيلي دي چې تر دې د مه خپل مسئولیّت ته دوام ورکوي او داسې هیڅ بدلون نه دی راغلي.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ،په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین نن په یولړ څرګندونو کې ووئيل،په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت ته د طالبانو د حکومت له لوري نوی سلایار قادرشاه، چې هلته یې په سفارت کې کار کاوۀ، د اوس لپاره سلایار ټاکل شوی.
البته خپلواکه سرچینو په دې اړه دخبر ترمخابیره کیدا پورې څه نه دي وئيلي.مخکې په ځینو راپورونو کې ویل شوي وو چې ماموندزی بریتانیا ته تللی او د هند حکومت ډیلي ته د بېرته تګ اجازه نه ده ورکړې.
خو د هند حکومت تر اوسه پورې رسماً څه نه دي ویلي.البته ځینو سرچینو لیکلي دي ، چې په هندوستان کې د افغانستان د سفارت مسئول فرید ماموندزئ پرون په خپل ټولنیز پيغام کې وئيلي دي چې تر دې د مه خپل مسئولیّت ته دوام ورکوي او داسې هیڅ بدلون نه دی راغلي.