د افغانستان حکومت له نړیوالې ټولنې سریه تعامل ته دوام ورکوي
د قطر په ناستې کې دګډون کونکو هیوادونو استازو له افغانستنا سره د مرستو دوام او د کابل له حکومت سره تعامل سره دلچسپی ښودلې ده.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، د افغانستان د طالبانو دموقته حکومت د مشر سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر پرون په کابل کې د افغانستان په چارو کې دملګروملتو د سرمنشي له ځانګړې استازې میمرن رزا اوتنببایو سره په کتنې کې ووئیل، په دغه هیواد کې وروستیو بریاؤ ته په پام سره نړیوله ټولنه باید د کابل له حکومت سره ښه او مناسبت تفاهم او تعامل ولرل شي.
د افغانستان رسندیو د مولوی عبدالکبیر له قوله لیکلي دي، ولس اوس په امنیت کې ژوند کوي او هیله مند یوو چې دغه حقایق درک شي او دنړیوالو غوږونو ته هم ورسیږي.
میرمن رزا اوتانبایوا هم په دغې کتنې کې ووئیل د قطر په ناستې کې دګډون کونکو هیوادونو استازو له افغانستنا سره د مرستو دوام او د کابل له حکومت سره تعامل سره دلچسپی ښودلې ده. البته د یوناما دفتر ددغې کتنې په باب لازیات جزیات نه دي خپرۀ کړي .