برتانیه افغان کډوالو باسي
د برتانیې پولیسو د دې هیواد د کورنیو چارو د وزیر په حکم افغان کډوالو ته د وتلو خبرداری ورکړی دی.
د تسنیم له راپور سره سم، هغه افغان کډوال چي د روان کال په لومړیو کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرمهال لندن ته بېول شوي وه، د برتانیې د پولیسو له خوا د دې هیواد څخه د وتلو لپاره خبرداری تر لاسه کړي دي
د برتانیې د کورنیو چارو وزیر افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چي ډېر ژر به له برتانیې څخه وایستل شي.
دغه افغان کډوال اکثره په دولتې استوګنځایونو کې میشت دي، خو پولیسو ورته ویلي چي که له دولتي استوګنځیونو ونه وځي نو خپل هیواد ته به واستول شي.
افغان کډوال وایي چي د کورونو د اخیستلو لپاره یې هڅې کړي دي لیکن پولیسو او ځایي شوراګانو د هغوی د هلو ځلو په وړاندې خنډونه رامینځ ته کوي.
دغه افغان کډوال اکثره یا د بهرنیو ځواکونو سره یې کارونه کړي او یا هم د افغانستان په حکومت کې یې مهمې دندې درلودلې چي له خطرې څخه د تېښتې لپاره برتانیې ته پناه وړې ده.