طالبان بشري مرستې د ځان لپاره کاروي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133036-طالبان_بشري_مرستې_د_ځان_لپاره_کاروي
طالبان بیا دا ادعاوې ردوي او وایي چې دوی د یادو مرستو د ښه ترسره کیدو لپاره غږملتیا او زمینه جوړونه کوي.
(last modified 2023-05-18T03:00:37+00:00 )
May 18, 2023 07:25 Asia/Kabul
  • طالبان بشري مرستې د ځان لپاره کاروي

طالبان بیا دا ادعاوې ردوي او وایي چې دوی د یادو مرستو د ښه ترسره کیدو لپاره غږملتیا او زمینه جوړونه کوي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس او یو شمېر غړي له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو د روڼتیا غوښتونکي دي او وایي یوه روپۍ یې  هم باید  د طالبانو د رژیم لاس ته ور نه شي.

دوی په یوه لیک کې طالبان له افغانستان سره د امریکا په مرستو کې په لاسوهنې تورنوي او ټینګار کوي، چې د امریکا پیسې باید یوازې او یوازې اړمنو افغانانو ته ورسول شي.

طالبان  بیا دا ادعاوې ردوي او وایي چې دوی د یادو مرستو د ښه ترسره کیدو لپاره غږملتیا او زمینه جوړونه کوي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وویل مونږ نه یوازې د نړۍوالو مرستو په هکله لاسوهنه نه کوو؛ بلکې د هغې لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

څه موده مخکې د امریکا د مرستو د څارنې ادارې سیګار ویلي وو، چې له افغانستان سره د امریکا بشري مرستو د طالب مشرانو خیټې غټې کړي، خو د عامو افغانانو په څېرو کې د لوږې نښې زیاتې شوي دي.

طالبانو په یادو مرستو کې د لاسوهنې ادعاوې مخکې هم رد کړې وې.

ځینې کسان بیا دا مرستې طالبانو ته د امریکا رشوت بولي او ادعا کوي، چې وار د مخه په دې اړه طالبانو سره امریکا پټه هوکړه لرلې، چې په داسې مرستو به یې د رژیم بقا سره مرسته کوي .